ads

كندهار كې يو ديني عالم وژل شوى

نامعلومو وسله والو په كندهار ښار كې يو ديني عالم وژلى دى.
مولوي عبدالحق اخندزاده نن ماسپښين د کندهار ښار په څلورمه ناحيه کې له موى مبارک جومات سره نږدې د وسله وال بريد له كبله وژل شوى دى.

نویسنده: ISMAT MAYAR
14 غبرګولی 1397
كندهار كې يو ديني عالم وژل شوى

نامعلومو وسله والو په كندهار ښار كې يو ديني عالم وژلى دى.
مولوي عبدالحق اخندزاده نن ماسپښين د کندهار ښار په څلورمه ناحيه کې له موى مبارک جومات سره نږدې د وسله وال بريد له كبله وژل شوى دى.
د کندهار د والي وياند محمد داود احمدي کليد ته د هغه د وژل کېدو پېښه تاييد کړه.
احمدي وويل، وسله والو ياد ديني عالم د خپل كور مخې ته وژلى او له سيمې تښتېدلي دي.
د پېښې مسووليت تر دې مهاله چا نه دى منلى.
مولوي عبدالحق اخندزاده د امامت ترڅنګ ډېرکله د دولت په لويو سياسي غونډو کې د يوه فعال ويناوال په توګه برخه اخيسته.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA