په اروزګان او زابل ولايتونو كې د دولت لسګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په جنوب کې له ۲۰۵ اتل قول اردو څخه کليد ته رالېږل شوې خبر پاڼه کې ويل شوي، افغان کومانډو ځواکونو د اروزګان د دهراود ولسوالۍ انارجوى سيمه کې د ځانګړو عملياتو په مهال اته وسله وال وژلي او همدارنګه مرکز ترينکوټ کې د هوايي بريدونو په ترڅ كې ۱۱ وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، د زابل داى چوپان ولسوالۍ كې هم افغان ځواکونو عمليات ترسره کړي، چې په مهال يې پنځه وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د سرچينې په خبره، د ځمکنيو او هوايي بريدونو په ترڅ كې د مخالفينو پر دوو قرارګاوو سربېره ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې تر دا مهاله د دغو څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې.