د هلمند ولايت ولسواليو ته د برېښنا د لېږد کار پيل شو.
د هلمند د برېښنا رييس انجنير نصرالله قانع وايي، ولسواليو ته يې د برېښنا د لېږد کار له ناوې ولسوالۍ پيل کړی دی او له دې وروسته به نورو ولسواليو ته هم د برېښنا د لېږد کارونه ترسره شي.
له بل لوري د هلمند سرپرست والي مجاهدالله صفاري هم له خلکو سره ژمنه کوي چې د دغه ولايت ټولو ولسواليو ته به برېښنا رسوي. نوموړي له برېښنا شرکت غوښتنه وکړه چې له ناوې وروسته د دغه ولايت نورو ولسواليو ته هم د برېښنا مزي وغځوي.
د يادولو ده چې اوس مهال د هلمند د کجکي برېښنا بند په دويم فاز او دوه نورو توربينونو کار روان دی او له جوړېدو سره به يې دغه بند ۶۰ مېګاواټه برېښنا توليد کړي چې د چارواکو په وينا د مرکز لښکرګاه تر څنګ به ولسواليو ته هم ورکړل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ