ads

د افغانستان او بنګله دېش كركټ لوبډلې سبا لومړۍ ۲۰ اوريزه لوبه كوي

ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا د بنګله دېش له کرکټ ملي لوبډلې سره د درېيو ۲۰ اوريزو لوبو لړۍ پيل کړي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د دې لړۍ لومړۍ لوبه د يكشنبې د ماښام په اوو بجو پيلېږي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
12 غبرګولی 1397
د افغانستان او بنګله دېش كركټ لوبډلې سبا لومړۍ ۲۰ اوريزه لوبه كوي

ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا د بنګله دېش له کرکټ ملي لوبډلې سره د درېيو ۲۰ اوريزو لوبو لړۍ پيل کړي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د دې لړۍ لومړۍ لوبه د يكشنبې د ماښام په اوو بجو پيلېږي.
دا لوبه به د هند په دهرادون ښار کې ترسره شي.
افغانستان به دغه راز د روانې ميلادي مياشتې په پنځمه دوهمه او د دغې مياشتې په اوومه نېټه له بنګله دېش سره درېيمه ۲۰ اوريزه نړيواله لوبه ترسره کړي.
تېره شپه د افغانستان د الف او د بنګله دېش د ملي لوبډلې ترمنځ د كركټ يوه تمريني لوبه ترسره شوه، چې افغان الف لوبډلې د اتو وېکټو په توپير وګټله.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA