ځايي چارواکي وايي، د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ او چوره ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې اووه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
له ۲۰۵ اتل قول اردو څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، دغه عمليات د تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې د ګډو ځواکونو له لوري ترسره شوي، چې په مهال يې څلور حلقې ماينونه هم له منځه وړل شوي دي.
د حکومت وسله والو مخالفينو تر دې مهاله په دې تړاو څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ