ads

د بنګله دېش او هند په وړاندې افغان كركټ لوبډلې اعلان شوې

د افغانستان د کرکټ بورډ غوراوي کومېټې نن له بنګله دېش سره د درېيو ۲۰ اوريزو لوبو او له هند سره د تاريخي لومړنۍ ټېسټ لوبې لپاره افغان لوبډلې اعلان كړې.
د يادې كومېټې مشر نوروز منګل وويل، د افغانستان کرکټ بورډ د شاوخوا يوې نيمې مياشتې لپاره په هند کې تمريناتي کمپ جوړ کړى و، چې په پايله کې يې روزونکو او د کرکټ بورډ غوراوي کومېټې په ګډه د ملي لوبډلې له لوبغاړو، له ۱۹ کلنو او د کورني کرکټ له نوو ځلېدلو ستورو د ۲۰ اوريزو او ټېسټ سياليو لپاره لوبغاړي خوښ کړل.

نویسنده: ISMAT MAYAR
8 غبرګولی 1397

د افغانستان او بنګله دېش د كركټ ملي لوبډلې ترمنځ به درې ۲۰ اوريزې لوبې د هند د دهرادون ښار په راجيو ګاندي لوبغالي كې د راتلونكې جون مياشتې له درېيمې تر اوومې نېټې ترسره شي.
وروسته به د افغانستان او هند لوبډلې د جون مياشتې په ۱۴مه نېټه د بنګلور په اېم چينا سوامي لوبغالي کې ټېسټ يا پنځه ورځنۍ لوبه پيل كړي.
د بنګله دېش په وړاندې ټاكل شوې لوبډله كې شهزاد محمدي، نجيب الله ترکى، عثمان غني، اصغر ستانکزى، نجيب الله ځدراڼ، سميع الله شينوارى، شفيق الله شفق، دروېش رسولي، محمد نبي عيسى خېل، ګلبدين نايب، کريم جنت، راشد خان، شرف الدين اشرف، مجيب ځدراڼ، شاه پور ځدراڼ او افتاب عالم شامل دي.
له هند سره د ټېسټ لوبې لپاره شهزاد محمدي، محمد جاوېد احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه زرمتى، اصغر ستانکزى، ناصر جمال، حشمت الله شهيدي، افسر خان ځاځى، محمد نبي عيسى خېل، راشد خان، ظاهر خان، امير حمزه هوتک، سيد احمد شېرزاد، محمد يمين احمدزى، وفادار او مجيب ځدراڼ غوره شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA