د جوزجان ولايت امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت د آقچې ولسوالۍ په کلته شاخ کلي کې د طالبانو په يوه کمين کې ۳ تنه ولسي پاڅونوال وژل شوي او يو بل هم ټپي دی.
د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري کليد ته وويل، دغه پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده.
نوموړی زياتوي، د دغه کسانو وسلې هم وسله والو طالبانو له ځان سره وړې دي
ويل کېږي د آقچې ولسوالۍ کلته شاخ کلي ته د ولسي پاڅونوالو د سفر انګېزه او علت معلوم نه وو او امنيتي ځواکونو هم په دې برخه کې څېړنې پيل کړې دي.
له بل لوري د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، په دې پېښه کې يې ۴ تنه ولسي پاڅونوال وژلي او د هغوی ۳ ميله وسله هم د دوی لاس ته لوېدلې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ