ads

وچكالۍ ځپلو سيمو ته د نړيوالو مرستندويه ادارو د جدي پاملرنې غوښتنه وشوه

جمهور رئيس محمد اشرف غني له نړيوالو مرستندويه ادارو وغوښتل، چې وچکالۍ ځپلو سيمو ته له ملي يووالي حکومت سره په همغږۍ خپلې مرستې ورسوي.
په ارګ كې نن له وچکالۍ سره د مبارزې او زيانمنو ته د بشري مرستو د انسجام په خاطر غونډه وشوه، چې په كې د افغانستان لپاره د نړيوالو مرستندويه موسسو استازو هم ګډون درلود.

نویسنده: ISMAT MAYAR
7 غبرګولی 1397

د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، جمهور رئيس غني وچكالۍ ځپلو سيمو ته د نړيوالو مرستندويه ادارو د جدي پاملرنې غوښتنه وكړه.
هغه د هېواد په ۱۶ ولايتونو کې د وچکالۍ پر راتلو او مالدارۍ ته پر زيان رسېدو اندېښنه څرګنده او زياته يې کړه، وچکالۍ د نورو سيمو په پرتله په فارياب او جوزجان ولايتونو کې زيات زيانونه اړولي دي.
د هېواد د جمهور رئيس په وينا، وچکالۍ ځپلو سيمو سره دولت مرسته کړې، خو كافي نه ده.
په غونډه كې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي تداميچي ياماموتو وويل، دوى دا موضوع جدي څاري او زيانمنو سيمو ته يې استازي لېږلي دي.
ده زيانمنو سيمو ته له حكومت سره په همغږۍ د خپلې مرستې د رسولو ژمنه وکړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA