ads

د بادغېس پخوانی امنيه قومندان پوليسو ته د فاسدې شوې غوښې په وېش تورن شو

د بادغېس د پوليسو نوی قومندان د دغه ولايت د پوليسو پخوانی قومندان پوليسو ته د غيرصحي غوښې په وېش تورنوي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
7 غبرګولی 1397
د بادغېس پخوانی امنيه قومندان پوليسو ته د فاسدې شوې غوښې په وېش تورن شو

د بادغېس د پوليسو نوی قومندان د دغه ولايت د پوليسو پخوانی قومندان پوليسو ته د غيرصحي غوښې په وېش تورنوي.

د بادغېس د پوليسو وياند نقيب اميني وايي، له څه وخت راهيسې د امنيه قومندانۍ د غوښې د وېش قراداد کوونکي پوليسو ته فاسده شوې غوښه ورکړې ده.

اميني زياتوي، تر دې مهاله د فاسدې شوې غوښې د وېش په تور دوه تنه چې قرارداد کوونکي دي نيول شوي دي.

اميني د بادغېس پخوانی قومندان عبدالرووف تاج په اداري فساد تورن کړ او وويل ښاغلي تاج د فاسدې شوې غوښې له وېش په جريان کې و.

خو عبدالرووف تاج دغه تور ردوي او وايي، فاسده شوې غوښه د نوي امنيه قومندان په وخت کې وېشل شوې ده.

نوموړی زياتوي، د پوليسو د خوراکي توکو د وېش قراردادونه د هېواد په مرکز کې ترسره کېږي او دوی يوازې د قرارداد پلي کوونکي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA