ads

د بادغيس ولايت د پوليسو وسلې پلورل شوي

د بادغيس د پوليسو وياند نقيب اميني وايي، د دغه ولايت وسلې او نظامي تجهيزات په پراخ ډول پلورل شوي دي.
نوموړی زياتوي، مخکې له دې، چې بادغيس کې وسلې د پوليسو لاس ته ورشي، په امنيه قوماندانۍ کې د يو لړ کړيو له لوري د حکومت په وسله والو مخالفينو پلورل شوې دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
7 غبرګولی 1397
د بادغيس ولايت د پوليسو وسلې پلورل شوي

د بادغيس د پوليسو وياند نقيب اميني وايي، د دغه ولايت وسلې او نظامي تجهيزات په پراخ ډول پلورل شوي دي.
نوموړی زياتوي، مخکې له دې، چې بادغيس کې وسلې د پوليسو لاس ته ورشي، په امنيه قوماندانۍ کې د يو لړ کړيو له لوري د حکومت په وسله والو مخالفينو پلورل شوې دي.
د بادغيس پخوانى امنيه قوماندان عبدالروف تاج د وسلو او تجهيزاتو پلور تاييدوي او ټينګار کوي، چې د ماموريت په وخت کې يې اته تنه د دغو تجهيزاتو د پلور په تور نيولي او اوس هم د ولايت په زندان کې دي.
په بادغيس کې داسې مهال د پوليسو د وسلو پلورلو خبره کېږي، چې تر دې وړاندې د کورنيو چارو وزارت د يو شمېر وسلو د ورکېدو راپورونه هم ورکړل شول، خو دا وزارت وايي، دغه وسلې پلورل شوې نه دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA