ads

پکتيا کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه شوي

د پکتيا امنيتي چارواکي وايي، په سيدکرم ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
6 غبرګولی 1397
پکتيا کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه شوي

د پکتيا امنيتي چارواکي وايي، په سيدکرم ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم کليد ته وويل، دا بريدونه تېره شپه ناوخته د سيدکرم ولسوالۍ په خړو سيمه كې پر يوه کور ترسره شوي دي.
نوموړي زياته كړه، په دغو هوايي بريدونو كې ملکي وګړو ته تلفات نه دي اوښتي.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله رسنيو ته په دې تړاو څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA