د پکتيا امنيه قوماندانۍ د مرکز ګردېز لومړۍ امنيتي حوزې پوليسو دوه تنه د غلا په تور نيولي دي.
د پکتيا ولايت مقام د رسنيو له دفتره نن کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ياد کسان له يو عراده موټر او يو ميل کلاشينکوف سره يو ځاى نيول شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي، دغو کسانو غوښتل د مرکز ګردېز په دولتزيو سيمه کې شتمن خلک، موټرونه او موټر سايکلونه وتښتوي، چې د امنيتي ځواکونو لخوا ونيول شول.
سرچينې د دې کسانو د هويت په اړه څه نه دي ويلي.
خبرپاڼې د جنايي جرمونو په مخنيوي کې له پوليسو سره د ولسونو او د سيمې اوسېدونکو مرسته اړينه بللې او ډاډ يې ورکړى، چې د دا ډول پېښو عاملين به د قانون منګولو ته وسپاري.