ads

د خوست د ټاکنو کمېسيون رئيس: د دفتر کرايه او د تېلو پيسې نه لرو

په خوست ولايت کې په داسې حال کې د ټاکنو لپاره د کانديدانو د نوم ليکنې بهير پيلېږي چې د دغه ولايت د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس وايي، په ولايت کې يې ټاکنيز بهير له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

نویسنده: ISMAT MAYAR
6 غبرګولی 1397
د خوست د ټاکنو کمېسيون رئيس: د دفتر کرايه او د تېلو پيسې نه لرو

په خوست ولايت کې په داسې حال کې د ټاکنو لپاره د کانديدانو د نوم ليکنې بهير پيلېږي چې د دغه ولايت د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس وايي، په ولايت کې يې ټاکنيز بهير له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

د خوست د ټاکنو خپلواک کمسيون رئيس محبت وايي، د دفتر د کرايې او د جنراتور د تېلو پيسې نه لري.

نوموړی زياتوي، باوري نه دی چې کارکوونکو ته يې معاشونه هم ورکړل شوي وي.

د خوست د ټاکنو کميسيون رئيس دغه راز اندېښنه ښيي، چې حکومت د ولسي جرګې په نوماندانو کې د بهرنيو جاوسوسانو د پېژندنې لپاره کومه اغېزناکه کړنلاره نه لري.

د خوست د ټاکنو خپلواک کمېسيون رئيس داسې مهال د بودجې له نشت سر ټکوي او نورو ستونزو ته ګوتې نيسي چې پرون په رسمي ډول په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو په ټاکنو کې د کانديدانو د نوم ليکنې بهير پيل شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA