ads

ترينكوټ كې د نوي كابل بانك پر كاركوونكو وسله وال بريد شوى

د اروزګان په مركز ترينكوټ كې نن غرمه د نوي كابل بانك د امنيتي مسوول له لوري د بانک پر مدير او کارکوونکو هغه وخت وسله وال بريد وشو، چې لومړی د بانک د مدير او امنيتي مسوول ترمنځ لفظي شخړه وشوه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
6 غبرګولی 1397
ترينكوټ كې د نوي كابل بانك پر كاركوونكو وسله وال بريد شوى

د اروزګان په مركز ترينكوټ كې نن غرمه د نوي كابل بانك د امنيتي مسوول له لوري د بانک پر مدير او کارکوونکو هغه وخت وسله وال بريد وشو، چې لومړی د بانک د مدير او امنيتي مسوول ترمنځ لفظي شخړه وشوه.
د ارزګان د ملي امنيت رئيس عبدالصمد شمس د پېښې په ځاى کې کليد ته وويل، په دې بريد كې د نوي كابل بانك د مدير او مرستيال په ګډون درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
نوموړي زياته كړه، بريد كوونكى امنيتي ځواكونو نيولى او پوښتنې ترې روانې دي.
بلخوا د اروزګان د ولايتي روغتون مسوولينو ويلي، د پېښې له ځايه ورته شپږ تنه ور وړل شوي، چې دوه ټپيان دي او څلورو يې ژوند له لاسه ورکړى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA