د ملي امنيت دسلاکار حنيف اتمر په مشرۍ لوړ پوړی نظامي پلاوی له پاکستانيو چارواکو سره پر امنيتي موضوعاتو د خبرو اترو لپاره نن اسلام اباد ته ځي.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د پاکستان لومړي وزير له جمهور رييس غني څخه په رسمي بلنليک کې غوښتي چې د افغانستان لوړ پوړی امنيتي پلاوی دې ياد هېواد ته سفر وکړي او د دواړو هېوادونو نظامي پلاوي دې د افغانستان، پاکستان او سيمې د امنيتي ستونزو په اړه بحث او خبرې وکړي.
سرچينې زياته کړې، د جمهور رييس غني په لارښوونه به د ملي امنيت د سلاکار محمد حنيف اتمر په مشرۍ لوړ پوړی نظامي پلاوی نن اسلام اباد ته سفر وکړي او د پاکستان د لوی درستيز په مشرۍ د ياد هېواد له نظامي پلاوي سره به د امنيتي مسايلو په اړه خبرې وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ