ads

ولسي جرګه د تذكرو په وېش او د نومليكنې په بهير كې درغليو اندېښمنه كړې

د ولسي جرګې غړي د تذكرو په وېش او د نومليكنې په بهير كې درغليو اندېښمن كړي او له همدې كبله يې د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې او ټاكنو خپلواك كمېسيون چارواكي نن خپلې عمومې غونډې ته ور غوښتي وو.
د دغې جرګې غړو په ياده استجوابيه غونډه كې له اړوندو چارواكو سره د تذكرو په وېش كې د درغليو، د سپينو تذكرو وېشلو، جعلي تذكرو جوړولو، جعلي سټيكرونو جوړولو او داسې نورو په اړه خپلې اندېښنې شريكې كړې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
5 غبرګولی 1397

د ولسي جرګې غړو په ورته وخت كې غوښتنه كوله، چې په ولسواليو كې د نومليكنې بهير وخت دې وغځول شي.
په دې تړاو د ټاكنو خپلواك كمېسيون رئيس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د كانديدانو د نومليكنې پروسې د پيل په مناسبت په جوړه شوې غونډه كې وويل، په هغو سيمو كې به، چې د نومليكنې بهير د ځينو ستونزو له كبله په ځنډ پيل شوى، دا بهير همداسې په ځنډ پاى ته هم ورسېږي.
خو د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې مشر همايون محتاط د تذكرو د جعل په اړه وايي، دا د دوى مسووليت نه دى، بلكې په وينا يې، دا يو جرم دى، چې بايد امنيتي او كشفي ادارې يې مخنيوى وكړي.
په ورته وخت كې د ټاكنو خپلواك كمېسيون د دارالانشاء سرپرست اورنګزېب د ولسي جرګې په استجوابيه غونډه كې وويل، د راى وركوونكو د نومليكنې بهير له پيل څخه تراوسه په هېواد كې د نومليكنې له ۱۱۰۰ ډېر مركزونه د مختلفو دلايلو له كبله غيرې فعال دي.
دا په داسې حال كې ده، چې ټاكل شوې د روان لمريز كال د تلې مياشتې په ۲۸مه نېټه د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاكنې ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA