په ختيځ کې د ملي اردو چارواکي وايي، د ننګرهار ولايت په سره رود ولسوالۍ کې د هوايي بريد له کبله درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري كليد ته وويل، تېره شپه د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو پر يوه پټنځای بريد کړی، چې په ترڅ کې يې درې طالبان وژل شوي دي.
د نوموړي په وينا، په ترسره شوي هوايي بريد کې د طالبانو يو شمېر وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
فقيري زياته كړه، په دغه هوايي بريد کې ملکي وګړو ته زيان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ