د ناټو عمومي منشي وايي، په افغانستان کې د دغه تړون د سرتېرو زياتوالی د جګړه ييز ماموريت له سره پيلول نه، بلکې افغان ځواکونو ته د زده کړې او مشورې ورکړه ده.
د ناټو عمومي منشي ينس سټولتنبرګ په افغانستان کې د دغه تړون د سرتېرو د زياتېدو په اړه وايي، د ناټو څو ملاتړو پرېکړه کړې چې په افغانستان کې خپل حضور ته پراخوالی ورکړي.
جرمنی دم ګړۍ په افغانستان کې ۹۸۰ سرتېري او برېتانيا ۶۰۰ سرتېري لري، خو د ناټو رسمي وېبپاڼې په افغانستان کې د برېتانوي سرتېرو شمېر ۵۰۰ تنه ښودلی.
د رپوټونو له مخې د برېتانيا دفاع وزارت د روانې مې مياشتې په ۱۸مه د دغه هېواد لومړي وزير ته وړانديز وکړ چې افغانستان ته نور ۴۰۰ اضافي سرتېري ولېږي.
له بل لوري د جرمنې دفاع وزير چې د مې په ۲۴مه يې له مزارشريف څخه ليدنه وکړه اعلان وکړ چې جرمني په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر له ۹۸۰ څخه ۱۳۰۰ ته زياتوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ