د افغانستان کرکټ بورډ خپل نړيوال رسنيز حقوق د پنځو کلونو لپاره ټوټل سپورټس مارکېټنګ کمپنۍ (TSM) ته وسپارل چې ټولې نړيوالې او کورنۍ سيالۍ په کې شاملې دي.
د کرکټ لورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دواړو لورو تر منځ دغه تړون هغه مهال لاسليک شو چې له داوطلبۍ وروسته سپورټس مارکېټنګ کمپنۍ (TSM) تر ټولو لوړ مالي وړانديز وکړ.
د دغه تړون له مخې به سپورټس مارکېټېنګ کمپنۍ د افغانستان ټولې نړيوالې، کورنۍ، د افغانستان په کوربتوب لوبې، دوه اړخيزې، ګڼ اړخيزې او د افغانستان کرکټ بورډ کورنۍ لوبې لکه شپږيزه ليګ، يو ورځنۍ لوبې او نورې په ژوندۍ بڼه خپروي.
دا ملګرتيا به د افغانستان او بنګله دېش له راتلونکو ۳ شل اوريزو لوبو پيل شي چې د هند په دهرادون کې کېدونکې دي. د کرکټ د نړيوالې شورا د راتلونکو سفرونو پروګرام (FTP) له مخې به افغانستان له اسټراليا، بنګله دېش، ايرلنډ، پاکستان، هالنډ، نيوزلنډ، ويسټ انډيز او زمبابوې سره لوبې وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ