ads

غزني ښار كې څلورو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

په غزني ښار كې د دولت وسله والو مخالفينو څلورو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت د والي وياند روح الله منصوري كليد ته وويل، پرون مازديګر د غزني ښار په پل حيدراباد سيمه كې مخالفينو يو پوليس وژلى او يو بل يې ټپي كړى دى.

نویسنده: ISMAT MAYAR
3 غبرګولی 1397
غزني ښار كې څلورو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

په غزني ښار كې د دولت وسله والو مخالفينو څلورو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت د والي وياند روح الله منصوري كليد ته وويل، پرون مازديګر د غزني ښار په پل حيدراباد سيمه كې مخالفينو يو پوليس وژلى او يو بل يې ټپي كړى دى.
د نوموړي په وينا، په ورته مهال وسله والو په كلاى سبز سيمه كې د ملي اردو يو سرتېرى وژلى او يو بل يې ټپي كړى دى.
منصوري زياته كړه، دواړه بريدونه د بې غږه تومانچو په وسيله ترسره شوي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA