د عراق پايتخت بغداد کې نن سهار ځانمرګي بريد د پوليسو د يوه افسر په ګډون لږ تر لږه څلور تنه ووژل.
د راپورونو له مخې، په دې بريد كې، چې په الشوله سيمه کې وشو، ۱۵ تنه ټپيان شوي هم دي.
ويل كېږي ځانمرګي بريد كوونكي وروسته له هغې د ساقلاويه پارك په دروازه كې ځان ته چاودنه وركړه، چې پوليسو يې دغه پارک ته د ننوتو مخه ونيوله.
د بريد مسووليت تر دې دمه كومې وسله والې ډلې نه دى منلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ