ads

د اسلامي همکاريو سازمان د كندهار پېښه وغندله

د اسلامي همکاريو د سازمان رئيس يوسف العثيمين په کندهار ښار کې د سې شنبې ورځې خونړۍ چاودنه په كلكه وغندله.
د کندهار ښار د څوارلسمې امنيتي حوزې اړوند په فابريکې سراى كې وړمه ورځ موټر بم چاودنې ۲۱ تنه ووژل او ۴۰ نور يې ټپيان كړل.

نویسنده: ISMAT MAYAR
3 غبرګولی 1397
د اسلامي همکاريو سازمان د كندهار پېښه وغندله

د اسلامي همکاريو د سازمان رئيس يوسف العثيمين په کندهار ښار کې د سې شنبې ورځې خونړۍ چاودنه په كلكه وغندله.
د کندهار ښار د څوارلسمې امنيتي حوزې اړوند په فابريکې سراى كې وړمه ورځ موټر بم چاودنې ۲۱ تنه ووژل او ۴۰ نور يې ټپيان كړل.
دغه موټر بم د ملي امنيت ځواکونو کشف کړى و، خو کله چې يې د شنډولو هڅه کوله، چاودنه يې وكړه.
د اسلامي همکاريو سازمان له لوري د چهار شنبې په ورځ خپره شوې خبرپاڼه كې په افغانستان كې وروستي بريدونه، چې ملكي او دولتي كسان يې په نښه كړي، په كلكه غندل شوي دي.
ياد سازمان، چې مرکز يې د سعودي عربستان په جده ښار کې دى وايي، د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو ملاتړ کوي او د افغانستان ثبات او پرمختګ ته ژمن دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA