198
۳ غبرګولی ۱۳۹۷
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

عراق كې ځانمرګى بريد شوى

د عراق پايتخت بغداد کې نن سهار ځانمرګي بريد د پوليسو د يوه افسر په ګډون لږ تر لږه څلور تنه ووژل.
د راپورونو له ‎مخې، په دې بريد كې، چې په الشوله سيمه کې وشو، ۱۵ تنه ټپيان شوي هم دي.
ويل كېږي ځانمرګي بريد كوونكي وروسته له هغې د ساقلاويه پارك په دروازه كې ځان ته چاودنه وركړه، چې پوليسو يې دغه پارک ته د ننوتو مخه ونيوله.
د بريد مسووليت تر دې دمه كومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

 

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *