د غور ولايت په مرکز کې يوې ښځې خپل خاوند وژلی دی.
د غور د پوليسو وياند محمد اقبال نظامي وايي، چې دغه ښځه فاطمه نومېږي او خپل خاوند يې تېره ورځ د فېروز ښار په دويمه ناحيه کې د چاقو په وسيله وژلی دی.
نظامي ټينګار کوي چې قاتله د غور د پوليسو له لوري د فېروزکوه ښار په لوديځ کې نيول شوې ده. نوموړی وايي، هغې اعتراف کړی چې لومړی يې خپل خاوند ته خوب راوړونکي تابلېت ورکړي او وروسته يې وژلی دی.
د پوليسو د وياند په خبره د دغه پېښې علت کورنی تاوتريخوالی دی.
که څه هم په غور کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی ډېر دی خو د يوې ښځې له لوري د خپل خاوند وژل نوې خبره ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ