ads

سکاټ مېلر په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قومندان وټاکل شو

امريکايي جنرال سکاټ مېلر په افغانستان کې د مېشتو امريکايي پوځيانو د نوي قوماندان په توگه وټاکل شو. هغه به د جنرال جان نکلسن ځای ونيسي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
2 غبرګولی 1397
سکاټ مېلر په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قومندان وټاکل شو

امريکايي جنرال سکاټ مېلر په افغانستان کې د مېشتو امريکايي پوځيانو د نوي قوماندان په توگه وټاکل شو. هغه به د جنرال جان نکلسن ځای ونيسي.
د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې د لوړپوړو امريکايي پوځي چارواکو په حواله ليکلي چې جنرال مېلر د دوو کالو راهيسې په افغانستان کې د امريکايي ځانگړو ځواکونو مشري کوله.
د راپور له مخې جنرال مېلر د امريکا يو شمېر محرم پوځي ماموريتونه هم ترسره کړي چې په نړۍ کې د شکمنو ترهگرو تعقيبول او د دلتا فورس په نامه د امريکا د ځانگړو سمندري قواو مشري په کې شامله ده.
د امريکا پوځي چارواکو د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې ته ويلي دي چې جنرال مېلر په عراق کې د دلتا فورس د مشرۍ پر وخت د ياغيانو پر ضد د يرغليزو پوځي ګامونو په اخيستلو پېژندل شوی و.
جنرال مېلر چې په تېرو ١٧ کلونو کې به په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو نهم قوماندان وي، په افغانستان کې لومړنی پوځي قوماندان دی چې د جمهور رئيس ډونالد ټرمپ له لوري معرفي کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA