د هند د غوره ليګ په سياليو کې د محمد نبي او راشد خان لوبډلې سنرايزر حيدراباد لوبغاړو د ننګرهار د بريد په وير کې په لاسونو تورې پټۍ وتړلې.
د تېرې جمعې په ورځ د جلال اباد ښار کې د کرکټ په يوه لوبغالي کې درې پرله پسې چاودنې وشوې چې لږ تر لږه اته تنه يې ووژل او څه باندې ۳۰ نور يې ټپيان کړل.
د سنرايزرز حيدراباد لوبډلې لوبغاړو په همدغه بريد کې د وژل شويو په ياد او ټپيانو ته د روغتيا په هيله په مټو کې تورې پټۍ تړلې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ د سنرايزر حيدراباد دا کار ستايلی او مننه يې ترې کړې ده چې له افغانانو سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده.
د سنرايزر لوبغاړو تېر ماښام له چينای سوپر کېنګز سره په لوبې کې دا کار وکړ.
راشد خان او محمد نبي دا مهال د سنرايزر حيدراباد په لوبډله کې لوبېږي، دوی تېرکال هم په همدغې لوبډلې کې وو.
ای پي ال يا د هند د کرکټ غوره ليګ د نړۍ د کرکټ مشهوره ليګ دی چې د ټولې نړۍ پېژندل شوي لوبغاړي پکې لوبېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ