ads

د خوست ښاروالۍ عوايد ۴۰ فيصده لوړ شوي

د خوست ښاروال وايي، د یوه کال موده کې یې هغه ۳۵ زره ليټره ډیزل او پټرول سپما کړي، كوم چې د ده په خبره وکیلانو، زورواکو او کلیوالي مشرانو ته ورکول کېدل.
محمد بصیر محمدزی زیاتوي، تر ۴۰ فيصده یې د ښاروالۍ ریاست کې شته فساد را کم کړی، خو مني، چې لا هم په دې ریاست کې فساد کېږي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
2 غبرګولی 1397
د خوست ښاروالۍ عوايد ۴۰ فيصده لوړ شوي

د خوست ښاروال وايي، د یوه کال موده کې یې هغه ۳۵ زره ليټره ډیزل او پټرول سپما کړي، كوم چې د ده په خبره وکیلانو، زورواکو او کلیوالي مشرانو ته ورکول کېدل.
محمد بصیر محمدزی زیاتوي، تر ۴۰ فيصده یې د ښاروالۍ ریاست کې شته فساد را کم کړی، خو مني، چې لا هم په دې ریاست کې فساد کېږي.
همدا راز ښاروال ولس ته په تېرو دوو میاشتو کې د حساب ورکونې ناسته کې وویل، د پخوا په پرتله یې د ښاروالۍ عواید ۴۰ فيصده لوړ کړي دي.
پر ښاروالۍ ډېر کله له خصوصي سکټور سره د اوږد مهاله قراردادونو له كبله نیوکې کېږي، خو مسوولین وايي، د لنډ مهال لپاره سوداګر میلیونونه افغانۍ نه بندوي.
بلخوا د ښاریانو نیوکه دا ده، چې د دوی لپاره ښاروالۍ ریاست مناسب خدمات نه دي وړاندې کړي.
د خوست ښاروالۍ ګیله کوي، چې له پنځو میاشتو راهیسې ورته د روان کال بودیجه نه ده منظوره شوې، ځکه خو د حساب ورکونې په مهال د مصارفو په اړه څه نه وايي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA