په هرات کې د هندارې فرياد په نوم د عکسونو ننداتون پرانيستل شو. د دغه نندارتون جوړوونکې فرزانه محمدي وايي، د نندارتون له پرانيستلو يې هدف د هغو سرتېرو او خبريالانو يادونه وه چې د امنيت د تامين او اطلاع رسولو لپاره يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
مېرمن محمدي چې تېر کال يې خپل کوژدن له لاسه ورکړی دی، د هغه د تلين په ورځ دغه نندارتون پرانيست.
د مېرمن محمدي کوژدن فېروز فيضي نومېده اوپه ۲۰۷ ظفر قول اردو کې ډاکټر و چې تېر کال د ناروغۍ له کبله ومړ.
د مېرمن محمدي په خبره په دغه نندارتون کې يې د هغه سرتېرو او خبريالانو چې په جګړو، ځانمرګو بريدونو او چاودنو کې وژل شوي ۶۰ عکسونه نندارې ته اېښي دي.
دا په داسې حال کې چې په جګړو کې د وژل شوو سرتېرو کورنۍ پر حکومت نيوکه کوي چې د دوی ژوند ته پام نه کوي.