په هرات ښار کې د حکومت وسله والو مخالفينو د پوليسو په يوه پوسته بريد کړی دی چې په پايله کې يې يو پوليس وژل شوی او يو وسله وال ټپي شوی دی.
د هرات د پوليسو وياند عبدالاحد ولي زاده وايي، تېر ماښام د حکومت دوو تنو وسله والو مخالفينو له موټر سايکل په استفادې د هرات ښار د يوولسمې امنيتي حوزې اړوند د نواباد فرقې سيمه کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړی.
د ولي زاده په خبره، په دې پېښه کي يو پوليس وژل شوی او يو وسله وال مخالف ټپي شوی دی.
د هرات د پوليسو وياند وايي، يو ميل تومانچه او يو موټرسايکل هم له دغو وسلوالو د پوليسو لاس ته روغلي دي.
د يادولو ده، له هغه وروسته چې جنرال امين الله امرخېل د هرات امنيه قومندان وټاکل شو، د دغه ولايت پوليسو ته يې امر وکړ، څو د هغه کسانو پر ضد له وسلې ګټه واخلي چې د دغه ولايت د امنيت د خرابولو پلان لري.