ads

مستور: له نيمايي زيات افغانان د بېوزلۍ تر كرښې لاندې ژوند كوي

د اقتصاد وزير مصطفى مستور وايي، په هېواد كې اقتصادي ټكنۍ او د نفوسو تېزه وده د بېوزلۍ كچې د لوړېدو سبب شوې ده.
نوموړي دا څرګندونې نن د كار او ټولنيزو چارو او مركزي احصايې له چارواكو سره د مشرانو جرګې په ګډه استجوابيه غونډه كې وكړې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
1 غبرګولی 1397
مستور: له نيمايي زيات افغانان د بېوزلۍ تر كرښې لاندې ژوند كوي

د اقتصاد وزير مصطفى مستور وايي، په هېواد كې اقتصادي ټكنۍ او د نفوسو تېزه وده د بېوزلۍ كچې د لوړېدو سبب شوې ده.
نوموړي دا څرګندونې نن د كار او ټولنيزو چارو او مركزي احصايې له چارواكو سره د مشرانو جرګې په ګډه استجوابيه غونډه كې وكړې.
د مشرانو جرګې غړو له يادو چارواكو څخه په هېواد كې د بېوزلۍ، بېكارۍ، ټكنۍ اقتصادي ودې او د كره شمېرو د نه خپرېدو په تړاو پوښتنې وكړې.
د دغې جرګې د عامه هوساينې كمېسيون غړې طيبې زاهدي په دې اړه د نوموړي كمېسيون په استازيتوب خپلې پوښتنې مطرح كړې.
خو د اقتصاد وزير مصطفى مستور وويل، سره له دې، چې ۵۴ اعشاريه پنځه فيصده خلك د بېوزلۍ تر كرښې لاندې ژوند كوي، چې ۱۶ ميليونه كېږي، ۱۳ ميليونه نور درې وخته كافي خواړه او څلور ميليونه آن دوه وخته كافي خواړه نه لري.
په ورته وخت كې د كار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال لعل محمد اريوبي د مشرانو جرګې د غړو هغه ادعا، چې ۸۲ فيصده افغان وګړي بېكاره دي ردوي او وايي، چې د بېكارۍ كچه ۲۴ فيصده ده.
د افغانستان پر خپلو كورنيو ستونزو سربېره افغان چارواكي پر ايران د امريكا نوو بنديزونو هم اندېښمن كړي او زياتوي، چې دغه بنديزونه د افغانستان پر اقتصاد هم ناوړه اغېزې كولى شي.
د اقتصاد وزير مصطفى مستور يې د اغېزو په اړه جزيات نه وركوي، خو وايي، اړوندې ادارې د دغو بنديزونو اغېزو ته متوجه دي.
دا په داسې حال كې ده، چې په تېرو څو كلونو كې له ۲۰۰ زره ډېر افغانان د بېكارۍ له كبله اروپايي هېوادونو ته لاړل، خو ډېرى يې هلته هم له نامعلوم برخليك سره مخ دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA