ads

د ژورناليستانو يوه ډله شمالي کوريا ته ورسېده

د لوېديځو او چينايي خبري رسنيو د ژورناليستانو يوه ډله نن شمالي كوريا ته ورسېده.
دوى به د شمالي كوريا د هغو اټومي بټيو د بندېدلو بهير په اړه راپورونه جوړ كړي، چې تر ځمکې لاندې جوړې شوې دي.
واشنګټن له پيونګيانګ نه غوښتي، چې خپل اټومي تاسيسات داسې له منځه يوسي، چې د بيا فعالېدو امکان يې نه وي او د دې کار د تاييد لپاره دې څارنو ته اجازه ورکړي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
1 غبرګولی 1397

شمالي کوريا وايي، که امريکا د اټومي وسلو د له منځه وړلو لپاره پرې زور راوړي، ممکن له جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ سره د دغه هېواد د مشر كيم جونګ اون پر پلان شوې ليدنې بيا کتنه وکړي.
مخکې پيونګيانګ ويلي و، چې چمتو دى خپل اټومي پروګرام وځنډوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA