نامعلومو وسله والو د کندهار د ميوند ولسوالۍ په ملنګ کارېز سيمه کې په يوه بريد کې د ماين پاکۍ د يوې موسسې پنځه کارکوونکي وژلي او يو بل يې ژوندی له ځان سره وړی دی.
د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق وايي، دغه کسان د AMDC موسسې کارکوونکي دي چې د ټاپي پروژې د نل ليکې لپاره يې سيمه پاکوله.
کومې وسله والې ډلې تر دې مهاله د دغه بريد مسووليت په غاړه نه دی اخيستی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ