د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په ښېوې ولسوالۍ کې ټاکنو ته د نومليکنې په يوه مرکز کې د چاودنې له کبله د ملي امنيت يو سرتېری ټپي شوی دی.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، نن سهار شاوخوا اته بجې د ښېوې ولسوالۍ په شېمول سيمه کې ټاکنو ته د نومليکنې په يوه مرکز کې ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې او په ترڅ کې يې د ملي امنيت يو سرتېری ټپي شوی دى.
د والي د وياند په خبره، په پېښه کې بل چا ته زيان نه دی اوښتی.
تر دې مهاله د حکومت کومې مخالفې وسله والې ډلې د دغې چاودنې مسووليت نه دی منلی.