ads

د ننګرهار په ۲۲ ولسواليو کې دولتي روغتيايي مرکزونه وتړل شول

د ننګرهار په ۲۲ ولسواليو کې روغتياپالانو دولتي روغتيايي کلينيکونه د ناروغانو پرمخ تړلي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
31 غویی 1397
د ننګرهار په ۲۲ ولسواليو کې دولتي روغتيايي مرکزونه وتړل شول

د ننګرهار په ۲۲ ولسواليو کې روغتياپالانو دولتي روغتيايي کلينيکونه د ناروغانو پرمخ تړلي دي.

روغتياپالان وايي، له تېرو ۴ مياشتو راهيسې يې تنخواوې نه دي ورکړل شوي، نوځکه اړ شول څو خپل کلينيکونه د ناروغانو پرمخ وتړي او کاربنديز وکړي.

په ولسواليو کې د روغتياپالانو د اتحاديې مشر ډاکتر شفيع الله وايي تر هغه به خپل کاربنديز ته دوام ورکړي تر څو يې معاشونه نه وي ورکړل شوي.

له بل لوري د عامې روغتيا رياست چارواکي بيا په دې برخه کې نړيوال بانک پړ بولي او وايي دغه بانک ماليې وزارت ته په وخت پيسې نه ورکوي.

دعامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله کامه وال کليد ته وويل، له ډېرو هڅو وروسته اوس دا ستونزه حل شوې او روانه اونۍ کې به ټولو ډاکترانو ته معاشونه ورکړل شي.

د ننګرهار په ۲۲ ولسواليو کې ۱۲۷ روغتيايي مرکزونه شتون لري چې په تولو روغتيايي مرکزونو کې يې له عاجلو پېښو پرته نورخدمات نه ترسره کيږي.

روغتياپالان ګواښ کوي که معاشونه يې ور نه کړل شي نو دعاجلو پېښو خدمات به هم وتړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA