برېتانيا وايي، په افغانستان او سيمه کې د تروريستې ډلو د ګواښونو د ختمولو لپاره د خپلو سرتېرو شمېر زياتوي.
د دغه هېواد دفاع وزارت وايي، برېتانيايي سرتېري به له ناټو سره په افغانستان کې د طالبانو او نورو وسله والو ډلو په ځپلو کې مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د خپلې تګلارې د اعلان پر وخت له خپلو ملګرو هېوادونو غوښتي و چې افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ډېر کړي تر څو هلته را ولاړ شوي ګواښونه ختم کړي.
د برېتانيا دفاع وزارت له لومړۍ وزيرې تېريزا مې غوښتي چې افغانستان ته د ۴۵۰ نورو سرتېرو لېږل ورسره ومني.
د برېتانوي حکومت دغه پرېکړه د ګڼو نړيوالو رسنيو او په افغانستان کې د طالبانو له غبرګون سره مخ شوه. ګارډين ليکلي وو، چې برېتانيا دې د ټرمپ لپاره په افغانستان کې خپل ځوانان د مرګ خولې ته نه ورکوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ