د هېواد په جنوب كې مېشته ۲۰۵ اتل قول اردو وايي، د اروزګان په خاص اروزګان او چورې ولسواليو کې د افغان ځواكونو د ځمکنيو او هوايي بريدونو په مهال ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
له يادې قول اردو څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، دا بريدونه د اتل نصرت ۹۷ عملياتو يوه برخه ده، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په جريان کې د خاص اروزګان او چورې ولسواليو په يو شمېر سيمو کې ترسره شوي دي.
سرچينه زياتوي، د هوايي بريدونو په ترڅ كې د طالبانو ځينې سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ