ads

د فارياب اته ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي

د فارياب ولايتي شورا د دغه ولايت د امنيتي وضعيت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، وسله والو طالبانو وړمه شپه د قيصار ولسوالۍ پر لويه لار د پوليسو يوه پوسته بياځلي نيولې او اتو پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
30 غویی 1397
د فارياب اته ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي

د فارياب ولايتي شورا د دغه ولايت د امنيتي وضعيت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، وسله والو طالبانو وړمه شپه د قيصار ولسوالۍ پر لويه لار د پوليسو يوه پوسته بياځلي نيولې او اتو پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د فارياب د ولايتي شورا غړي سيد عبدالباقي د دې ولايت امنيتي حالت د نورو ولايتونو په پرتله کړکېچن ياد کړ او ويې ويل، کوهستان، ګرزيوان، بلچراغ، المار، غورماچ، خواجه سبز پوش، شيرين تګاب او دولت اباد اته ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي.
هغه زياته کړه، پوره امنيتي سرتېري نه شته، د امنيتي ارګانونو جوړښت يوازې د کاغذ پر مخ دی او که څېړنه وشي، د دغه جوړښت نيمايي برخه نه شي حاضرولی.
نوموړی، چې د قيصار ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي، په تازه بريد کې د يادې ولسوالۍ په نهرين سيمه کې د لويې لارې پر سر د پوليسو يوه پوسته، چې څو ورځې وړاندې يې سقوط کړی و او بياځلي د دولت لاس ته ورغلې وه، وړمه شپه د دوهم ځل لپاره د طالبانو له لوري ونيول شوه، څلور پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د فارياب امنيه قوماندانۍ د يادې پوستې د سقوط او مرګ ژوبلې په تړاو له څه ويلو ډډه وکړه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA