ads

اجرستان كې لسګونو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزني ولايتي چارواكي وايي، كه د دې ولايت اجرستان ولسوالۍ ته ډېر ژر تازه دمي سرتېري ونه لېږل شي، دا ولسوالي به د دولت د وسله والو مخالفينو په لاس سقوط شي.

نویسنده: mayar
30 غویی 1397
اجرستان كې لسګونو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزني ولايتي چارواكي وايي، كه د دې ولايت اجرستان ولسوالۍ ته ډېر ژر تازه دمي سرتېري ونه لېږل شي، دا ولسوالي به د دولت د وسله والو مخالفينو په لاس سقوط شي.

د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، نن درېيمه ورځ ده، چې د اجرستان ولسوالۍ پر مركز د وسله والو مخالفينو بريد دوام لري.

نوموړي زياته كړه، تراوسه په جګړه كې ۱۸ امنيتي سرتېري وژل شوي، ۱۳ نور ټپيان دي او همدارنګه له ۱۰ زياتو ملكي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نوري په وينا، د جګړې په مهال مخالفينو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو د كره شمېر په اړه يې معلومات نه لري.

د والي وياند همداراز وويل، له لومړۍ ورځې پرته د ملي دفاع وزارت سيمې ته نور ځواكونه نه دي لېږلي.
دا په داسې حال كې ده، چې د شنبې په ورځ د ولسي جرګې يو شمېر غړو د اجرستان ولسوالۍ د امنيتي حالت په تړاو اندېښنه څرګنده او زياته يې كړه، كه دغه ولسوالي د وسله والو طالبانو په لاس سقوط شي، نو ګاونډۍ ولسوالۍ به يې هم له جدي خطر سره مخ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA