ads

له فراه ښار طالبان بهر کړای شول

له يو ورځنۍ جګړې وروسته افغان ځواکونه وتوانېدل، چې وسله وال طالبان له فراه ښاره بهر کړي.

نویسنده: mayar
26 غویی 1397
له فراه ښار طالبان بهر کړای شول

له يو ورځنۍ جګړې وروسته افغان ځواکونه وتوانېدل، چې وسله وال طالبان له فراه ښاره بهر کړي.
د فراه والي عبدالبصير سالنګي کليد ته وويل، د جګړې په مهال په فراه ښار کې ۳۰۰ طالبان وژل او نږدې ۲۵ افغان سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هغه په وينا، له طالبانو سره په نښته كې د لوړپوړو امنيتي مسوولينو له ډلې يوازې د يوې امنيتي حوزې امر وژل شوى او د فراه د امنيت امر ټپي دی.
سالنګي زياته كړه، د امنيتي ځواكونو له لوري كور په كور تصفيوي عمليات دوام لري، ترڅو د احتمالي ماين چاودنو مخنيوى وكړي.
وسله والو طالبانو بيا د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په فراه ښار كې د ۶۳ افغان سرتېرو د وژلو ادعا كړې ده.
دوى ويلي، پر دغه ښار يې د بريد هدف د افغان ځواكونو ځپل او د هغوى د وسلو او مهماتو ترلاسه كول و، چې خپل دې هدف ته رسېدلي دي.
د فراه ښار د اوسېدونکو د معلوماتو له مخې، طالبانو د سې شنبې په سهار پر نوموړي ښار پراخ بريد پيل کړ او نن سهار وختي له دغه ښاره وتلو ته اړ کړای شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA