ads

د څو ساعتونو لپاره د غزني د جغتو ولسوالۍ سقوط شوه

د غزني د ولايتي شورا غړى نصير احمد فکري وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه د دې ولايت جغتو ولسوالي د څو ساعتونو لپاره نيولې وه.

نویسنده: mayar
26 غویی 1397
د څو ساعتونو لپاره د غزني د جغتو ولسوالۍ سقوط شوه

د غزني د ولايتي شورا غړى نصير احمد فقیري وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه د دې ولايت جغتو ولسوالي د څو ساعتونو لپاره نيولې وه.

نوموړي رسنيو ته ويلي، سلګونو طالبانو پر يادې ولسوالۍ بريد وكړ، چې د نښتې په مهال د جغتو ولسوالۍ د امنيت د مدير اسماعيل بخښلي په ګډون اته افغان سرتېري ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان دي، خو سهار ولسوالي بېرته د افغان ځواکونو لاس ته ولوېده.

نوموړي زياته كړې، طالبانو د دغې ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ ودانۍ سوځولې او ګڼ شمېر وسلې او مهمات يې ترې وړي دي.

د غزني ولايتي اداره او د امنيه قوماندانۍ مسوولين بيا په ‎دې اړه له څه ويلو ډډه کوي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي ويلي، ملګرو يې تېره شپه د غزني جغتو ولسوالي نيولې او افغان سرتېرو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA