ads

د سيول او پيونګ‌يانګ خبرې وځنډېدې

د شمالي او جنوبي کورياګانو د لوړپوړو چارواکو خبرې چې ټاکل شوې وه د چهارشنبې په ورځ ترسره شي، د پيونګ‌يانګ له لوري ځنډول شوې دي.

نویسنده: mayar
26 غویی 1397
د سيول او پيونګ‌يانګ خبرې وځنډېدې

د شمالي او جنوبي کورياګانو د لوړپوړو چارواکو خبرې چې ټاکل شوې وه د چهارشنبې په ورځ ترسره شي، د پيونګ‌يانګ له لوري ځنډول شوې دي.

شمالي کوريا د خبرو د دغه ځنډ علت د امريکا او جنوبي کوريا ترمنځ د کوريا په جزيره کې د ګډو پوځي تمرينونو پيلېدل بللي دي.

د شمالي کوريا دولتي خبري اژانس اعلان کړی دی چې د امريکا له جمهور رييس سره د شمالي کوريا د مشر خبرې چې ټاکل شوې وه د جون په نهمه ترسره شي هم له شک سره مخ شوې دي.

پيونګ يانګ ويلي دي چې د امريکا او جنوبي کوريا ترمنځ وروستي تمرينونه د ((پانمونجوم) هوکړه‌ليک پر خلاف او د کوريا په جزيره کې د وروستيو سياسي پرمختګونو پر ضد دي.

شمالي کوريا دغه راز په غير مستقيم ډول په راتلونکې ميلادي مياشت کې د ډونالډ‌ ټرمپ او کيم جونګ اون په ليدنه د دغه تحريکوونکو تمرينونو د منفي اغېزو په تړاو خبرداری ورکړی دی.

په همدې حال کې د امريکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي دي، چې ټرمپ د مخکي اعلان شوي پلان له مخې په جون مياشت کې په سنګاپور کې له اون سره د ليدنې لپاره چمتو دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA