له نږدې درېيو مياشتو وروسته د خوست لپاره امنيه قوماندان وټاکل شو.
نوى امنيه قوماندان د خوستيانو په وړاندې هدفي وژنې، د نشه يي توکو کاروبار، وسله والې غلاوې او ځينې نور ستر خنډونه بولي، خو د له منځه وړلو ژمنه يې کوي.
مل پاسوال اختر محمد نورزي له دې وړاندې د کابل يوه امنيتي حوزه کې دنده درلوده.
د خوست خلک تر ډېره له هدفي وژنو، وسله والو غلاوو او د نشه يي توکو له کاروباره شکايت کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ