133
۲۶ غویی ۱۳۹۷
لیکونکی: فضل الهادي حميدي

ولسي جرګې په رسمي ورځ رخصتي وکړه

ولسي جرګې نن، چې د جرګې د عمومي غونډې د جوړېدو او رسمي ورځ وه، غونډه نه درلوده.

د دې جرګې غړي عبدالستار درزابي له رسنيو سره په خبرو كې وويل، د ولسي جرګې د رئيس له دفتره ورته په ټيليفون ويل شوي و، چې د فراه ولايت د امنيتي وضعيت او د فلسطين په اړه به د چهارشنبې ورځې په غونډه كې بحث وكړي، خو په خبره يې، د ګوتو په شمېر وكيلان راغلي وو.

په همدې حال كې د ولسي جرګې بل غړى رمضان بشردوست وايي، په هېواد كې د اوسنيو امنيتي ستونزو عامل ولسي جرګه ده، ځكه وړ كسان يې د امنيتي ادارو مسوولين نه دي ټاكلي.

نوموړي زياته كړه، په داسې ورځ د ولسي جرګې د ناستې نه جوړېدل خيانت دى او په وينا يې، وكيلان هم د نورو چارواكو په څېر يوازې د خپلو ګټو په فكر كې دي.

دا لومړى ځل نه دى، چې ولسي جرګه په رسمي ورځ غونډه نه لري، بلكې له دې وړاندې هم په وار وار د اجنډا د نه شتون له كبله په رسمي ورځ دغې جرګې غونډه نه ده كړې.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *