ads

د کورنیو چارو وزارت: فراه ته کمانډو او مرستندوی ځواکونه استول شوي او وضعیت د امنيتي ځواکونو په ګټه بدلون کړی

د کورنیو چارو وزارت وايي، فراه ولايت ته کمانډو او مرستندوی ځواکونه استول شوي دي.

نویسنده: mayar
25 غویی 1397
د کورنیو چارو وزارت: فراه ته کمانډو او مرستندوی ځواکونه استول شوي او وضعیت د امنيتي ځواکونو په ګټه بدلون کړی

د کورنیو چارو وزارت وايي، فراه ولايت ته کمانډو او مرستندوی ځواکونه استول شوي دي.

د دغه وزات وياند نجيب دانش کليد ته وويل، له هرات او کندهار ولايتونو فراه ته مرستندوی او کمانډو ځواکونه استول شوي دي.

د فراه ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي، په دغه ولايت کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې، خلک بې ځایه شوې دي او دوی د انساني ناورين د رامنځته کېدو په تړاو اندېښنه لري.

خو د کورنیو چارو وزارت وياند وايي، د فراه ښار هېڅ اوسېدونکی بې ځایه شوی نه دی او اوس وضعیت د امنیتي ځواکونو په ګټه بدلون کړی دی.

نوموړی زياتوي اوس مهال جګړه د فراه په ښار کې دوام لري او ۶ امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

په مشرانو جرګه کې د فراه د خلکو استازی ګل احمد اعظمي بيا وايي، طالبان له هلمند، اروزګان او کندهار ولايتونو دغه ولايت ته راټول شوي دي.

خو نجيب دانش وايي، طالبان په داسې حد کې نه دي چې قطعات ولري او يوازې يو شمېر ترهګرو په فراه ولايت بريد کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره شپه له څو لورو په فراه ښار بريد وکړ او دغه ښار ته دننه شول.

د فراه امنیتي چارواکي د خبريالانو پوښتنې نه ځوابوي.

وسله والو طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې ملګرو يې پر فراه ښار پراخ بريدونه پيل كړي، تر دې دمه يې د استخباراتو رياست، درېيمه امنيتي حوزه او ځينې نور ځايونه نيولي او افغان ځواكونو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA