ads

د فراه ښار ځينې سيمې طالبانو نيولې/ د تېښتې لارې تړل شوې

د فراه ښار ځينې سيمې وسله والو طالبانو نيولې دي او له دغه ښار د تېښتې لارې د دوی له لوري په ماينونو فرش کړل شوې دي.

نویسنده: mayar
25 غویی 1397
د فراه ښار ځينې سيمې طالبانو نيولې/ د تېښتې لارې تړل شوې

د فراه ښار ځينې سيمې وسله والو طالبانو نيولې او له دغه ښاره د تېښتې لارې د دوی له لوري په ماينونو فرش کړل شوې دي.

د فراه د مدني بنسټونو رئيس جاوېد تابش کليد ته وویل، طالبانو له درېيو لورو پر فراه ښار بريد کړی او له دولتي ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل دي.

نوموړي زياته کړه، د فراه ښار زياتې سيمې او د ولايت د ملي امنيت رياست ځينې برخې طالبانو نيولې دي.

د تابش په خبره، ګڼ شمېر کورنۍ د نښتو د شدت له کبله له فراه ښاره تښتېدلې دي.

له بل لوري داسې راپورونه هم شته، چې طالبانو د ملي امنيت ټوله ودانۍ نيولې او اور يې ور اچولى دى.

په مشرانو جرګه کې د فراه د خلکو استازی ګل احمد اعظمي بيا وايي، طالبان له هلمند، اروزګان او کندهار ولايتونو دغه ولايت ته راټول شوي دي.

د نوموړي په وينا، که مرکزي حکومت د فراه امنيتي وضعیت ته پاملرنه ونه کړي، نو په دې ولايت کې به انساني ناورين رامنځته شي.

د فراه يو شمېر سرچينې وايي، طالب وسله والو د دغه ولايت پر روغتون هم يرغل ور وړی او تر درملنې لاندې ټول سرتېري يې وژلي دي.

په همدې حال کې ويل کېږي، چې مرستندوي ځواکونه له هراته فراه ته لېږل شوي دي.

د فراه امنیتي چارواکي د خبريالانو پوښتنې نه ځوابوي.
وسله والو طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې ملګرو يې پر فراه ښار پراخ بريدونه پيل كړي، تر دې دمه يې د استخباراتو رياست، درېيمه امنيتي حوزه او ځينې نور ځايونه نيولي او افغان ځواكونو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA