جمهور رييس محمد اشرف غني نن لوګر ته د سفر په مهال د دې ولايت له امنيتي مسوولينو سره په ناسته کې هلته د امنيتي وضعيت د عمومي ارزونې ترڅنګ د ځواکونو پر اغېزناکې ټاکنې او د واضح امنيتي پلان پر اړتياوو ټينګار وكړ.
هغه وويل، لوګر د کابل د دروازې په توګه ځانګړی اهميت لري او امنيتي وضعيت يې بايد ډېر ښه والى پيدا كړي.
جمهور رييس غني تر يادې غونډې مخكې د ارغندي – لوګر سب سټېشن او د ۲۲۰ كيلو ولټه برېښنا لين پرانيست.
د ارګ د معلوماتو له مخې، د دغه سب سټېشن په پرانيستې سره به پر ۱۳ زره کورنيو سربېره سوداګريزې او صنعتي سيمې هم له برېښنا برخمنې شي.