ads

امنيتي ادارې: د نن ورځې تر پايه به د فراه ښار امنيتي وضعيت ښه شي

د ملي دفاع او كورنيو چارو وزارتونه وايي، د نن ورځې تر پايه به د فراه ښار امنيتي وضعيت ښه شي.

نویسنده: mayar
25 غویی 1397
امنيتي ادارې: د نن ورځې تر پايه به د فراه ښار امنيتي وضعيت ښه شي

د ملي دفاع او كورنيو چارو وزارتونه وايي، د نن ورځې تر پايه به د فراه ښار امنيتي وضعيت ښه شي.
د ملي دفاع وزارت سرپرست وياند محمد رادمنش يوې خبري غونډه ته وويل، افغان ځواکونه د فراه ولايت د مرکز په درې کيلو مټرۍ کې له وسله والو طالبانو سره پر جګړې بوخت دي او ډېر ژر به وضعيت کابو کړل شي.
نوموړي زياته كړه، هوايي، ځمکني او ځانګړي ځواکونه فراه ولايت ته رسېدلي او له طالبانو سره د جګړې په حال كې دي.
د رادمنش په وينا، تراوسه په جګړه كې له لسو زيات طالبان او دوه امنيتي سرتېري وژل شوي، له لسو زيات طالبان او څلور امنيتي سرتېري ټپيان دي.
هغه وايي، ځينې كسان په قصدي توګه داسې ښيي، چې وضعيت د افغان ځواکونو له کنټروله وتلى، خو په خبره يې، اوضاع د افغان سرتېرو له لوري په ښه توګه مديريت کېږي او مخالفين به وځپل شي.
بلخوا د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش په ياده خبري غونډه كې وويل، په فراه کې جګړه روانه ده او افغان ځواکونه به په ټول توان طالبان د دې ولايت له مرکزه په شا وتمبوي.
هغه زياته كړه، ځانګړي ځواکونه له کندهاره او کومانډو ځواکونه له هراته فراه ته رسېدلي دي.
د دانش په وينا، طالبانو تر دې دمه كومه دولتي ودانۍ نه ده نيولې او په دې اړه خپاره شوي راپورونه بې بنسټه دي.
خو د فراه ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي، په دغه ولايت کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې، ګڼ شمېر كسان بې ځايه شوي او دوی د انساني ناورين د رامنځته کېدو په تړاو اندېښنه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA