ads

په پکتیا کې د ممیزو اووه خونې جوړېږي

د پکتیا ولايت د کرنې ریاست چارواکي وایي، سږ کال د دې ولایت په مرکز ګردېز او زرمت ولسوالۍ کې د ممیزو اوه خونې جوړېږي.

نویسنده: mayar
24 غویی 1397
په پکتیا کې د ممیزو اووه خونې جوړېږي

د پکتیا ولايت د کرنې ریاست چارواکي وایي، سږ کال د دې ولایت په مرکز ګردېز او زرمت ولسوالۍ کې د ممیزو اوه خونې جوړېږي.

د پکتیا د کرنې رئیس ولید احمد تسل وایي، د ممیزو دا خونې په هغو ولایتونو کې چې د انګورو ډېر تولید لري، د انګورو د ساتنې او په ممیزو د هغوی د بدلولو لپاره جوړېږي. نوموړی وایي، له دې کار سره د باغ لرونکو او بزګرانو اقتصاد پیاوړی کېږي او د ممیزو په برخه کې د افغانستان صادراتو ته زمینه برابرېږي.

د نوموړي په خبره دغه خونې به په ډېر معیاري او اساسي ډول جوړې شي چې د قرارداد چارې یې څو ورځې وړاندې ترسره شوې دي.

په پکتیا کې باغداران د حکومت له دې اقدام څخه خوښ دی او وایي په دې سره به د دوی اقتصاد پیاوړی او په محصولاتو کې د پام وړ بدلون راشي.

له بل لوري د پکتیا ولایتي ادارې چارواکي وایی سږکال به په دې ولایت کې د باغدارۍ، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخه کې ګڼ شمېر لویې او وړې پروژې پلې شي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت وايي، دوی د باغدارانو د شته ستونزو د حل او محصولاتو ته د بازارموندنې په هدف بېلا بېلې ټولنې جوړې کړې دي.

د نوموړي په خبره، سږ کال به د پکتیا د جلغوزيو د پروسس او بسته بندۍ لپاره عصري مرکز او نورې دوه لویې سړې خونې هم جوړې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ويلي دي، په پلان کې ده چې روان کال د بڼوالۍ او مالدارۍ پروژې له لارې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د ممیزو ۴۰۰ خونې جوړې کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA