ads

د پښتون ژغورنې غورځنګ د نړيوالو اعتراضونو ګواښ وکړ

د پښتون ‌‌ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د کراچۍ ښار په غونډه کې د پاکستان پر حکومت غږ وکړ، چې نيول شوي کسان نن خوشې کړي.

نویسنده: mayar
24 غویی 1397
د پښتون ژغورنې غورځنګ د نړيوالو اعتراضونو ګواښ وکړ

د پښتون ‌‌ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د کراچۍ ښار په غونډه کې د پاکستان پر حکومت غږ وکړ، چې نيول شوي کسان نن خوشې کړي.
هغه تېره شپه ګواښ وکړ، که يې ملګري خوشې نه شي او يا نور کسان هم ونيسي، نو د مې په ۱۵مه نېټه به ټول پښتانه د نړۍ په هر ښار کې احتجاج وکړي.
په کراچۍ ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډې ته زرګونه کسان ورغلي وو، د پښتنو ترڅنګ سنديان او بلوڅان هم په کې وو او تر ماخوستنه د منظور پښتين ور رسېدو ته په تمه وو.
دى له اسلام اباده تر کراچۍ ښاره په شاوخوا ۴۰ ساعتونو کې ورسېد، ځکه په وينا يې، د لارې په اوږدو کې امنيتي چارواکو څو څو ځلې درولى او ځنډولى يې دى.
پښتين د پاکستان حکومتي ادارې په وژنو او سړي تښتونو كې په لاس لرلو تورنې کړې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ په تېره جنوري مياشت کې په کراچۍ ښار کې د پوليس راو انور په لاس د يوه وزيرستاني ځوان نقيب‎ الله محسود تر وژنې وروسته پيل شو او د پښتنو د حقونو غږ يې پورته کړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA