ads

په انډونيزيا كې درېيو چاودنو له كبله د لسګونو تنو مرګ ژوبله

د انډونيزيا د سورابايا ښار په درېيو کليساوو کې د يوه ځانمرګي بريد په ګډون درېيو چاودنو لږ تر لږه نهه تنه وژلي او شاوخوا ۴۰ نور يې ژوبل كړي دي.
د ختيځې جاوا د پوليسو وياند فرانس بارونګ منګيلا نن وويل، د قربانيانو د هويت معلومولو کار دوام لري.

نویسنده: mayar
23 غویی 1397

تراوسه كومې وسله والې ډلې د دغو بريدونو مسووليت نه دى منلى.
دا بريدونه په پايتخت جاکارتا کې د سختدريځو اسلامپالو بنديانو او د ترهګرۍ ضد ځانګړو ځواکونو ترمنځ تر هغې ۳۶ ساعته نښتې وروسته شوي، چې لږ تر لږه د دغو ځواکونو پنځه غړي په کې ووژل شول.
نښته په هغه زندان کې شوې وه، چې تر ټولو ډېر خوندي ګڼل کېده.
انډونيزيا په نړۍ کې د مسلمانانو له مخې تر ټولو ډېر وګړی هېواد دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA